نړیوال کریکټ

هندي لوبغاړي په اسټرالیا کې قرنتین شول.

د اسټرالیا او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ د نومبر په ۲۷ مه د اسټرالیا په کوربتوب په سیډني او کینبرا کې ترسره کیږي، هندۍ ۳۲ کسیزه لوبډله د ویرات کوهلي په مشرۍ د نومبر په ۱۲ ماښام ناوخته سیډني ته ورسېدله ترڅو د لوبو لپاره چمتوالی ونیسي.

خو له رسېدلو سم د هند کریکټ ۳۲ کسیزه لوبډله باید د دوه اونیو لپاره قرنتین شي خو د قرنتین پر مهال به خپل تمرینات هم ترسره کوي ترڅو د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي د هند کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې درې شل اوریزه، درې یو ورځینۍ او څلور ټېسټ لوبې ترسره کوي.

د استرالیا کریکټ مسولین وایي چې له هندوستان څخه د راغلي ټول ګروپ د کرونا معاینات به نن د نومبر په ۱۳ مه ترسره شي، د یادونې ده چې د یو شمیر هندې لوبغاړو سره په دغه سفر کې د هغوی میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

هندي لوبغاړي هر یو اشوین، پوجرا او اجینکا ریحاني هغه هندي کریکټران دي دغه سفر کې یې خپلې میرمنې او ماشومان هم له ځان سره بیولي دي د اسټرالیا کریکت وایي چې دوی اوس په هوټل کې محفوظ دي او د کرونا معاینات یې هم ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې