افغانستان کریکټ

د نیوزیلینډ لپاره د خطر زنګ!

نیوزیلینډ د نومبر په ۲۷ مه له ویسټ انډیز سره د دریو شل اوریزه لوبو لوبلړۍ لري، ممکن د تېز بالینګ په برخه کې کمی احساس کړي ځکه له متحده عربي اماراتو راستانه شوي لوبغاړي هریو کین ویلیمسون، لکي فرګوسن، میچل سنټر، جیمي نیشن، ټیم سیفرټ او ترین بولټ د ستړیا احساس کوي.

ان ډي سپورټ خبر ورکړی چې د نیوزیلینډ تیز بالر ټرینټ بولټ د نومبر په ۲۷ مه د ویسټ انډیز خلاف په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د ګډون په اړه ډاډه نه دی او ممکن په لومړۍ لوبه کې ګډون ونه لري، ټرین بولټ ویلي “زه ډېر ډاډه نه یم چې د ویست انډیز خلاف په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ولوبیږم”

بولټ داسې مهال دغه پریکړه کوي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۷ مه د ویسټ انډیز او نیوزیلینډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ شروع کیږي چې د همدې میاشتې تر ۳۰ نیټې به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې