دلوبغاړو په اړه

اشوین په اسټرالیا کې له خپلې مېرمنې سره په لوبو بوخت دی!

الروانډر رویچندرا اشوین د هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړی اسټرالیا ته له خپلې میرمنې پریټي سره یوځای تللی او سخت په مزو کې دی، د اشوین او د هغه د میرمنې تصویرونه سپورټي رسنیو خپاره کړي او دواړه په قرنطین کې خپله د واده ۹ مه کلیزه لمانځي.

هندوستان کریکټ ملي لوبډله د روانې نومبر میاشتې په ۲۷ مه له اسټرالیا سره درې شل اوریزه، درې یو ورځینۍ او څلور ټېسټ لوبې ترسره کوي، دغه لوبډله له وړاندې اسټرالیا ته رسیدلې او د قرنطین پر مهال د لوبو لپاره چمتو والی هم نیسي.

د اشوین په شمول پوجرا او اجینکا ریحاني هغه هندي کریکټران دي چې دغه سفر کې یې خپلې میرمنې او ماشومان هم له ځان سره بیولي دي د اسټرالیا کریکت وایي چې دوی اوس په هوټل کې محفوظ دي او د کرونا معاینات یې هم ترسره کیږي.
خو اشوین یې د هوټل په کوټه کې له میرمنې سره د واده ۹ مه کلیزه ولمانځله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې