دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

یونس خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د بیټینګ روزونکی وټاکل شو

پاکستان کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې د پخواني ټيسټ کرکټ مشهور لوبغاړي یونس خان سره یې دوه کلن تړون لاسلیک کړ یونس خان به د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوې روزونکی وي او تر ۲۰۲۲ م کال نړیوال جامه پورې به د دې لوبډلې روزونکی وي.

د یونس خان لنډ مزل په تیر کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره انګلستان ته و، او له هغې راوروسته نن په رسمي ډول د دې لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو.د یونس ترڅنګ ارشاد خان هم د ښځېنه لوبډلې د بالینګ روزونکی وټاکل شو دا به یوازې یو کال د دې لوبډلې سره مل وي.

یونس خان ویلي، زه خوښ یم چې د ډېر اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا د ملي لوبډلې سره یوځای کیږم، زه ځان ډېر ښه احساسوم چې په روان بهیر کې به د نیوزیلینډ پروړاندې پاکستان لوبډله د توپ وهنې په برخه کې رهبري کړم.

د پاکستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس وسیم خان هم د یونس خان په اړه خوښې ښودلی ده او هغه یې د پاکستان لپاره غوره ګڼلی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې