دلوبغاړو په اړهلیګونه

هغه ۳ لوبغاړي چې په آی پي ایل کې یې تر ټولو زیاتې نیمه سیلزې وهلي دي

کله چې په کریکټ کې د شارټ (لنډ) فارمېټ په اړه خبرې کېږي، نو د کریکټ هر یو مینه وال ته د هندوستان هېواد سترې تجارتې کریکټ سیالۍ یا انډین پریمیر لیګ مخې ته کېږي. انډین پریمیر لیګ یا هندوستان پریمیر لیګ یو له مشهورو لیګونو څخه دی چې په هر پړاو کې یې د کریکټ مخکښ او افسانوې څیرې لوبېږي. او د ډیری نوموتو څیرو له لوري په کې بیلابیل ریکارډونه او کارنامې ترسره کېږي. چې د افغان کرېکنفو په دې ځانګړې مقاله کې مو تاسو درنو لوستوونکو ته هغه لوبغاړي در پیژندلې دي، چې په آی پي ایل سیالیو کې یې ډیرې فیفټیانې یا نیمه سیلزې وهلي دي.

۱- ډوېډ وارنر (۴۴)

په آی پي ایل کې د ډېرو نیمه سیلزو وهلو لوبغاړو په لیست کې اسټرالیاوي ډوېډ وارنر لومړی مقام خپل کړی دی، نوموړي د آی پي ایل په تاریخ کې تر دې دمه پورې د ځان لپاره ۴۴ نیمه سیلزې وهلي دي. چې په آی پي ایل لوبو کې تر ټولو مخکښ لوبغاړی بلل کېږي. وارنر بیا سږنې پړاو کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کومه ځانګړې کارګردګې ترسره نه کړه او سږ کال د نوموړي د کیپتانۍ یا لوبډلمشرۍ پر مهال لوبډلې یې آی پي ایل کې پای لوبې ته لار ونه موندله او سیمې فاینل کې بهر شوه.

۲- سرېش رېنا (۳۸)

سرېش رېنا چې د هندۍ لوبډلې یو له پخوانیو توپ وهوونکو له ډلې څخه دی او په آی پي ایل سیالیو کې بیا د چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلیدي توپ وهوونکی ګڼل کېږي خو سږ کال د شخصي ستونزو له امله یې چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره له لوبېدو څخه انکار وکړ او نوموړی بیرته کور ته ستون شو. خو د هغه لوبغاړو په لیست کې دوهم مقام لري چې په آی پي ایل لوبو کې یې زیاتې نیمه سیلزې وهلي دي. نوموړي ۳۸ نیمه سیلزې وهلي دي.

شیکر دهوان (۳۷)

شیکر دهوان چې په آی پي ایل لوبو کې سږ کال د ډهلي کپټلز لوبډلې برخه وه خو د ډهلي لوبډلې لپاره یې د ممبۍ انډیانز خلاف پای لوبه کې کومه ځانګړې کارګردګې ترسره نه کړه. مګر بیا هم د هغو لوبغاړو په نوملړ کې د ۳۷ نیمه سیلزو په مرسته دریم مقام له ځانه سره ساتلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې