دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډی چټک بالر میچل مک لینیګن د پاکستان په پلی اف لوبو کې ګډون نکوي

په پام کې ده چې د پاکستان کرکټ سوداګریز لیګ پلی اف لوبې د روانې میاشتې په ۱۴ نيټه پیل شي دا لوبې د کرونا ویروس له امله تر دې ځایه ځنډول شوې وي.

په دې لیګ کې د کراچۍ کینګز په ګټه لوبیدونکی لوبغاړی نیوزیلینډی چټک بالر میچل مک لینیګن د دې په اساس نه لوبیږي چې هلته پر نیوزیلینډ کې ځنې بندیزونه دي، د میچل پرځای به جنوبي افریقایي واین پارنیل د کراچۍ کینګز لوبډلې لپاره ولوبیږي.

د پي ایس ایل لیګ لومړۍ کوالیفایر لوبه به د ملتان سلطان او کراچۍ کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي د دې ترڅنګ به لومړۍ ايليمينټر لوبه د پیشاور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا شان به دوهم ايليمينټر میچ د نومبر میاشتې په ۱۵ او فاینل لوبه به د همدې میاشتې په ۱۷ نېټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې