دلوبغاړو په اړه

مجیب ځدران اوس هم پریټي ته پښتو ور زده کوي.

افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدران چې په ای پی ایل سیالیو کې له کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي، تر ډېر په توپ اچونه کې په مجیب الرحمن ځدران تکیه کوي خو سږکال ای پي ایل کې ورته پرلپسې د لوبو کولو چانس ورنکړل شو هماغه و چې پنجاب لوبډلې هم مخکې تګ ونکړ او له سیالیو بهر شوه.

خو د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زینټا بیخي خفه نه ده ځکه هغه اوس لګیا ده له افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ځدران پښتو زده کوي او د پښتو ژبې ډېره مینه واله ده هغې پر خپلې فسبوک پاڼه یوه نوې ویډیو خپره کړې او له مجیب ځدران سره په پښتو ژبه خبرې کوي.

مجیب الرحمن ځدران په دې لنډه ۲۱ ثانې ویډیو کې له پریټي سره څنګ په څنګ ناست دی په پښتو خبرې کوي پریټي مجیب ته وایي “سلام مجیب څنګه یې ډېره موده پس مې ولیدې او داسې نورې خبرې هم کوي”
د پریټي زینټا له هغې راهیسې له پښتو ژبې سره مینه پیدا شوه چې مجیب یې په خپله لوبډله کې واخست او ښې لوبې یې وکړې، هغې نن په خپل فسبوک لیکلي چې له مجیب سره چټ کول ډېر خوند راکوي کله چې هغه زما استاد شي او ماته درس وایي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې