افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

اضغر افغان : د ای پي ایل ترسره کول ځوانو لوبغاړو ته ګټه رسوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر افغان په خپل وروستي بیان کې ویلي، دا چې افغانستان کرکټ بورډ د دوهم ځل لپاره د افغانستان کورنی سوداګریز لیګ
APL


ترسره کوي نو دا ځوانو لوبغاړو ته ډېره ګټه رسوي، ځکه یو به له مالي اړخه دوی سره کومک وکړي بل طرف ته لا ډېرې تجربي د نورو مشهورو لوبغاړو څخه ترلاسه کولای شي اضغر زیاتوي د هر هیواد کورنی لیګ ځوانو لوبغاړو ته ډېره زمینه برابروي ترڅو پکې خپلې وړتیاوي وښایي،،


افغانستان کرکټ بورډ بیګا د دې لیګ لپاره د خپلو نورو غړو او د افغان لوبغاړو په شتون کې یو ناسته ترسره کړه چې پکې یوازي شاپور ځدران ته هېڅ د ګډون چانس ورنکول شو دې غونډه کې افغان کرکټ بورډ د سپورټ ملي سره لس کلن تړون هم لاسلیک کړ چې د ای پي ایل لیګ ټولې لوبې به نشروي.


افغانستان کرکټ بورډ د دې لیګ په ترسره کولو کې دوه ستر ګواښونه مخ ته لري لومړی یې د تیر کال د فساد اوج، او دوهم یې بیا د سنیکسرز شرکت سره روانه دعوه دې شرکت افغان کرکټ بورډ چلینج کړی چې د دوی له اجازې پرته دا لیګ نشي ترسره کولی، همدا شان د دې لیګ د فساد دوسیه اوس هم د انګلستان هیواد په ثلاثي محکمه کې پرته ده چې د حل لپاره یې کومه هڅه تراوسه نده شوې.


دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې په متحد عربي اماراتو کې ترسره شو چې د لومړي ځل اتلولي د محمد نبي پر لوبډلمشرۍ کې بلخ لوبډلې وګټله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې