لیګونه

ګواتم ګمبیر: که روحیت شرما کپټان نه شي دا به د هند کرکټ بدبختي وي.

د هندوستان پخواني کرکټر ګواتم ګمبیر د روحیت شرما په اړه ویلي چې روحیت د یو ښې کپټانسۍ مسولیت اداکړ او د پنځم ځل لپاره یې ممبیي لوبډله اتله کړه او د ای پي ایل تاج یې ترلاسه کړ.

ګمبیر دا خبره وروسته له هغې کړې چې روحیت تیره شپه یو ځل بیا د کپټان په صفت ښه مسولیت ادا کړ او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
ګواتم ګمبیر وایي چې که هندوستان لوبډله روحیت د لوبو کپټان نه کړي نو دا به د هندوستان د کرکټ بدبختي وي او ددوی لپاره به یو شرم وي ځکه هغه پنځه ځله د ای پي ایل اتلولي خپله کړه.

ګمبیر وایي که روحیت د هندوستان کپتان نه شي دا د هند تاوان دی د روحیت نه دی ځکه هغه یو ښه اتل دی هغه د ویرات کوهلي په اړه هم ویلي چې ښه لوبغاړو دی خو د هندوستان په غوره لیګ ای پي ایل کې ښه کپټان نه دی ثابت شوی نو موږ روحیت ته ضرورت لرو.
روحیت شرما تیره شپه په خپله کپتانسۍ کې ممبیی لوبډله پنځم ځل اتلولۍ ته ورسوله چې د ګمبیر ترڅنګ زیاتو نورو مشهورو لوبغاړو یې هم ستاینه کړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې