افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

نن د لوبډلمشر اصغر افغان کوژده وه

د افغان کرېکنفو د معلوماتو پر بنسټ چې نن د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان کوژدن وه. خو تر دې دمه پورې نوموړي د کوژدن په تړاو هغه پر خپلې فېسبوکپاڼې او ټوېټر پاڼې باندې څه نه دي ویلي. 

دا په داسې حال کې ده چې هغه د افغانستان کریکټ بورډ له لوري نن شپه له ملي تلويزون سره د APL تړون لپاره سرينا هوټل ته دعوت شوي وه. خو د افغان کرېکنفو د معلوماتو له مخې چې نن د نومبر پر ۱۱ مه نېټه د هغه دوهمه کوژدن ترسره شوه. 

اصغر افغان چې د افغان کریکټ ملي لوبډلې یو بریالی او پیاوړی لوبډلمشر بلل کېږي. او تر ډېره بریده د نوموړي د کیپتانۍ یا لوبډلمشرۍ پر مهال افغان لوبډلې ته هغه د بریا ویاړ ور په برخه کړی دی. 

نوموړي تر دې دمه پورې د افغان کریکټ ملي لوبډلې لپاره څلور ټېسټ ۱۱۱ یو ورځنۍ او ۶۹ یې بیا شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې دي. نوموړی اوس مهال ۳۲ کاله عمر او ۳۲۵ ورځې عمر لري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې