دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ممبي لوبډلې د پنځم ځل لپاره د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ

د هندوستان د آی پي ایل لیګ دیارلسم پړاو بیګا شپه د ممبي په ګټه پای ته ورسید، دا لیګ د هندوستان پرځای د دې په اساس په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوه چې د کرونا ډېر خطر نه لیدل کیده.

آی پي ایل د اکټوبر په ۱۹ نېټه د چینای سوپر کینګز او ممبي انډېنز په لوبه پیل شو، دې لیګ کې ۸ لوبډلوګډون کړی و چې پکي چینای سوپرکینګز، ممبي انډينز، کینګز الیون پنجاب، ډهلي کيپټلز، راجستان رایلز، بنګلور، کلکته نایټ رایډرز، او سنریزر حیدر اباد لوبډلې شاملي وي.ممبي او ډهلي لوبډلو د دې لیګ فاینل لوبه ترسره کړه چې پکې ممبي لوبډلې وشو کولای د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې د پنځم لپاره هم د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.

ممبي د لومړي ځل لپاره په کال ۲۰۱۳ م کې، ۲۰۱۵ م کې، ۲۰۱۷ م کې، ۲۰۱۹ م کې او سږکال یې په ۲۰۲۰ م کال کې هم د اتلولۍ جام وګټه.

په دې لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکې جایزه کیل راهول ته د ډېرو ویکټو اخیستلو جایزه کاګیسو رباډا ته، د ډېرو شپږیزو جایزه ایشن کیشن ته، د ارزښتناکه لوبغاړي جایزه جوپرا ارچر ته، د ایمرجینګ لوبغاړي جایزه دیودت پاډیکال ته، او د جیګ سټرایک رېټ جایزه بیا کیرون پولارډ ته ورکول شوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې هند کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کنټرول اداره غواړې په نیږدي وختونو کې د بیا ځل لپاره ۱۴لسم پړاو آی پي ایل لیګ هم ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې