افغانستان کریکټ

شاه پور ځدران په فرهان یوسفزي توندې نیوکې کړي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي شاه پور ځدران د کرکټ بورډ په ریس فرهان یوسفزي نیوکه کړې چې په لوبغاړو د پیسو ګټلو لارې بندوي او لوبغاړو ته اجازه د عاید پیدا کولو نه ورکوي، هغه دا خبرې وروسته له هغې کړي چې فرهان د میلیون جام سیالیو د پیل پر وړاندې خنډونه جوړ کړل شاه پور په خپله رسمي فسبوک پاڼه داسې لیکلي. د شاه پور د لیکنې بشپړ متن(فرهان یوسف زی په کرکټ بورډ او لوبغاړو د عوایدو لارې وچوي
د نړۍ اقتصاد کرونا وځپلو او د افغان کرکټ اقتصاد فرهان یوسف زی لګیا دی ځپي. مونږ د میلون لیګ د پنځم پړاو سیالیو ۸۰ فیصده چارې بشپړې کړې او کلک هوډ مو وکړ چې په خوست ولایت کې د ګڼو مینه والو په حضور کې تر سره کړو تر څو له دغې لارې وکولای شو تر یو نیم سلو پورې لوبغاړي ، تر پنځوسو پورې د بورډ تخنیکي کارکوونکي او ور سره په سلګونو نور افغانان هم یوه اندازه عواید تر لاسه کړي تر څنګ یې کرکټ بورډ هم د خوست لوبغالي د ورکړې په مقابل کې یو څه اندازه عواید تر لاسه کړي او همدارنګه مو د خوست لوبغالي د ځنې برخو د رغونې لپاره هم تابیا نیولې وه. مګر د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسف زي میلونونه افغانۍ عواید په لوبغاړو ودرول او په بې شمېره بهانو یې د میلون لیګ مخه ونیوله او د هغه خلکو په لاسلیکونو یې پسخند وکړ چې نیم عمر یې کرکټ ته خدمتونه کړي دي.
تر څنګ یې نن یوه بله غیر اقتصادي پرېکړه دا وکړه چې APL د نشر امتیاز یې د سپورت د اقتصادي نورمونو خلاف غیر تجارتي تلویزون ته د ډالۍ په شکل ورکړ چې د کرکټ اقتصاد ته لوی زیان رسوي.
مونږ د چا د انډیوالۍ ضد نه یو اما په ملي شتمنیو ملګرتیا کول د ملي ګټو خلاف عمل دی او په هیڅ صورت د منلو نه دی او په وړاندې یې باید ټول په ګډه لاس په کار شو.
شاه پور ځدراڼ)
شاپور ځدران غوښتل چې د میلیون جام سیالیو پنځم پړاو په پوره اماده ګي په خوست ولایت کې ترسره کړي، نوموړي له دې مخکې په خپل فسبوک یو شمېر سندونه او اسناد هم ددې لیګ په تړاو خپاره کړي و چې دا لیګ له کرکټ بورډ سره رسمي اجازه لیک لري خو بیا یې هم مخنیوی کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې