دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د شعیب ملک محمد امیر لپاره بهانه او که په حقیقت کې مضباالحق پر حقه دی

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پروړاندې خپله ۳۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې یو ځل بیا د پخوانیو لوبغاړو شعیب ملک، اسد شفیق، او محمد امیر نوم ونه لیدل شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې مصباالحق ویلي، اسد شفیق یې پر دې اساس له لوبډلې کینولی چې په وروستیو لوبو کې یې دومره ښه توپ وهنه نده کړی، همدا شان شعیب او امیر ته یې په دې موخه چانس نه دی ورکړی چې ځوانو لوبغاړو ته د دوی پرځای موقع ورکړي ترڅو تجربه کاره لوبغاړو څخه ډېر څه ذده کړي،،

پاکستان لپاره په لوبډله کې شپږ اوپنران، عابد غلي، فخر زمان، عبدالله شفق، امام الحق، شان مصعود، او زیشان ملک، د دې ترڅنګ ۱۱ یې بیا د میډل ارډر توپ وهونکې، بابراغظم لوبډلمشر، اظهر علي، دانیش عزیز، فواد عالم، حیدر علي، حارث سهیل، حسین طلعت، افتخار احمد، عمران بټ، خوشدیل شاه، محمد حفیظ، د ویکټ ساتونکو له ډلې څخه یې محمد رضوان، روحیل نذیر، سرفراز احمد، د سلو توپ اچونکو له ډلي څخه یې عماد وسیم، شاداب خان، عثمان قادر، یاسر شاه، او ظفر ګوهر،د فاسټ بالرانو په لړ کې بیا پاکستان په لوبډله کې عماد بټ، فهیم اشرف، حارث روف، محمد عباس، محمد حسنین، محمد موسی، نسيم شاه، شاهین شاه افریدی، سهیل خان، او وهاب ریاض شامل لوبغاړي دي.د یادولو وړه ده چې پاکستان کرکټ بورډ پرون ماښام بابر اغظم د ټولو فارمټونو لپاره لوبډلمشر وټاکلو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې