لیګونه

د سویلي افریقا لوبغاړی د ای پي ایل سیالیو تر ټولو تېز توپ اچونکی حساب شو.

روان کال ای پی ایل سیالیو کې تر ټولو تېزترینه توپ اچوونکی د سویلي افریقا لوبغاړی انریچ نارتجي دی، نوموړی ای پی ایل سیالیو کې له ډهلي کپټلز سره ولوبېده او ددې لوبډلې لپاره یې ۲۲ ویکټې واخستې، چې دې لوبو کې یې تر ټولو تېزه توپ اچونه وکړه.

د ای پی ایل سیالیو د تېز ترینه توپ اچوونکو په لېست کې په لومړي، دوهم، دریم او څلور مقام کې ټول د همدې لوبغاړي نومونه راغلي.
نوموړي په ۱۳ پړاو ای پي ایل کې تېزترینه بال د ۱۵۶.۲۲ کیلومتر په ساعت ترسره کړ چې له ده مخکې کوم بل توپ اچوونکی نه لیدل کیږی چې داسې تیز بال یې کړی وي.

خو لکي فیرګوسن هم تیز توپ اچوونکی حساب شوی هغه هم دې سیالیو کې د د کلکتې لپاره ولوبیده او د ۱۵۳ کیلو متر پر ساعت تیزه توپ اچونه یې وکړه.
جوپرا ارچر هم له ده کم نه دی هغه هم ۱۵۳ کې تیزه توپ اچونه کړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې