دلوبغاړو په اړهلیګونه

اېشن کېشن ای پی ایل په زیاتو شپږیزو سره پای ته ورسوه.

اېشن کېشن چې په ۱۳ پړاو ای پی ایل سیالیو کې له دفاعي اتلې ممبیي اینډینز سره ولوبېده د ښایسته سټایلونو ترڅنګ یې دغه ای پي ایل په زیاتو شپږیزو وهلو سره پای ته ورسوه، نوموړي دغو سیالیو کې تر ټولو لوبغاړو زیاتې شپږیزې ووهلې او دا ریکارډ یې خپل کړ.

کېشن ددې ای پي ایل په ټولو سیالیو کې له ممبیي انډینز سره ۳۰ شپږیزې ترلاسه کړې چې ددې لوبو هېڅ کوم بل لوبغاړي دغه کارنامه ونه کړه، په دې سره نوموړی لومړی لوبغاړی شو چې دغه کارنامه کوي، له ده وروسته بل لوبغاړی سنجو سمسون دی ده له کېشن وروسته د ۲۶ شپږیزو په وهلو سره دوهم ځای خپل کړی دی.

او الروانډر هارډیک پانډیا بیا د ۲۵ شپږیزو په وهلو سره دریم مخکښ شپږیزه وهوونکی دی، نیکولاس پورن هم له پانډیا سره د شپږیزو سیالي برابره کړې نوموړي هم ۲۵ شپږیزې وهلي، ایون مورګن، کرس ګېل او کېل راهول هم دې لړۍ کې مخکښ دي.

دغه سیالۍ چې د سپټمبر په ۱۹ پیل شوې پرون د نومبر په ۱۰ پای ته ورسېدې، دې سیالیو کې د ۸ لوبډلو له منځه ممبیي اینډینز د پنځم ځل لپاره اتلولوي خپله کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې