لیګونه

ایا خبر یئ چې ۲۰۲۰ ای پی ایل سیالیو کې اوږدې شپږیزې چا ووهلې؟ دا لیکنه ولولئ.

ای پی ایل سیالۍ تیره شپه د نومبر په ۱۰ مه د ممبیي اینډینز په بریا پای ته ورسېدې، دغو سیالیو کې ویسټ انډیزي او د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لوبغاړي نیکولاس پورن تر ټولو اوږده شپږیزه ووهله او دا ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ چې ۱۰۶ متره د ای پی ایل سیالیو اوږده شپږیزه وه.

همدا راز دوهمه تر ټولو اوږده شپږیزه هم همدې لوبغاړي په خپل نوم ثبت کړه چې ۱۰۵ متره وه، بل بیا ویسټ انډیزی لوبغاړی او د انګلیستان لوبډلې تیز توپ اچوونکی جوپرا ارچر دی ارچر په دغو سیالیو کې هم له پورن سره ځان برابر کړ او ۱۰۵ متره اوږده شپږیزه یې ووهله څلورم لوبغاړی سنجو سمسون دی چې ۱۰۲ متره وه، ام اس ډهوني هم له سمسون سره برابر دی نوموړي هم ۱۰۲ متره اوږده شپږیزه دغو سیالیو کې ووهله همدا راز شین واټسن هم له سل متره پورته ۱۰۱ متره شپږیزه ووهله.
د یادونې ده چې دغه سیالۍ بیګاه شپه د ممبیی اینډینز په بریا پای ته ورسېدې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې