لیګونه

۱۳ پړاو د ای پي ایل سیالیو تر ټولو مخکښ توپ اچوونکي څوک و؟ دلته یې ولولئ.

د ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر د میاشتې په ۱۹ پیل شوې وې نن د نومبر په ۱۰ د ممبیي انډینز په بریا سره پای ته ورسېدې داچې دغو سیالیو کې چا زیاتې ویکټې واخستې او ښه توپ اچونه یې وکړه دې لیکنه کې یې لوستلی شئ.

روان ای پي ایل کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخستوونکی د سهیلي افریقا لوبغاړی کګیسو رباډا و چې تر ټولو توپ اچوونکو یې زیاتې ویکټې واخستې نوموړي په ۱۷ سیالیو کې ۳۰ ویکټې واخستې او تر ټولو ښه توپ اچونه یې د ۲۴ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځولو و، دوهم لوبغاړی د هند ملي لوبډلي توپ اچوونکی جسپریټ بومرا دی هغه په ۱۵ سیالیو کې ۲۷ ویکټې واخستې ښه توپ اچونه یې د ۱۴ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځولو و او مخکښ توپ اچوونکی حساب شو.

ټرین بولټ بیا په ۱۵ لوبو کې د ۲۵ ویکټو په اخستلو سره دریم مخکښ توپ اچوونکی حساب شو، همداراز انریچ د ۲۲ ویکټو په اخستلو سره څلورم مخکښ توپ اچوونکی شو، پنځم ځای بیا یوزویندرا چاحال خپل کړی هغه روان ای پي ایل کې ۲۱ ویکټې واخستې شپږم ځای بیا له تیز توپ اچوونکي جوپرا ارچر مخکې افغان لوبغاړي راشد خان خپل کړ راشد په ۱۶ سیالیو کې ۲۰ ویکټې واخستې او د ای پي ایل سیالیو تر ټولو اقتصادي توپ اچونه یې هم وکړه همدا راز په دې لېست کې جوپرا ارچر او محمد شمي هم په نوبت سره ځای لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې