نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ : له زمبابوې څخه د لوبو تر ګټلول وروسته بابر اعظم د ټیسټ لوبو کپټان کړ.

بابر اعظم د پاکستان لپاره یو غوره توپ وهوونکی لوبغاړی دی د پاکستان کرکټ بورډ نوموړی د شل اوریزه او یو ورځینو لوبو کپټان ټاکلی و چې تازه یې په خپله کپټانۍ کې له زمبابوې څخه دوه سیریزه د شل اوریزه او د یو ورځنۍ لوبو وګټل.

د بابر د همدې ښې تجربې له امله اوس تازه د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې بابر اعظم یې د ټیسټ لپاره هم کپټان ټاکلی دی، له ده وړاندې اظهرعلي د ټیسټ سیالیو کپټان و خو کله چې د زمبابوې له بریا وروسته د پاکستان پخواني لوبغاړي وسیم اکرم د بابر ستاینه وکړه نو د پاکستان کرکت بورډ هم نوموړی د ټیسټ سیالیو لپاره لوبډل مشر اعلان کړ.
پاکستان له نیوزیلینډ سره په ډسمبر میاشت کې ټیست لوبه لري چې مشري به یې د بابر اعظم په غاړه وي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې