لیګونه

ممبیي د ۲۰۲۰ ای پي ایل سیالیو قهرمانه شوه

د ای پي ایل سیالیو وروستۍ پاینل لوبه ممبيي له ډهلي وګټله او په دې سره یې د ای پي ایل سیالیو د ۱۳ پړاو قهرماني خپله کړه.

یاده سیالۍ کې لومړی توپ وهنه ډهلي کپټلز وکړه د ډهلي لپاره شکر دهوان ۱۵ ریشب پینټ ۵۶ سیریس ایئر ۶۵ منډې جوړې کړې او د ۱۵۷ منډو هدف یې ممبیي ته په مخکې کېښود.
دممبیي لپاره په توپ اچونه کې بولټ ۳ کلټرنایل ۲ او یادوف یوه ویکټه واخسته.
دوهم اننګز کپټان روحیت شرما او ډيکاک ښه پیل کړ، ډيکاک ۲۰ روحیت شرما تر ټولو زیاتې ۶۸ منډې جوړې کړې همداراز یادوف ۱۹ ایشن کېشن ۳۳ منډې جوړې کړې هدف یې ترلاسه کړ او ډهلي ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه. په دې سره یې د ۲۰۲۰ کال د ای پي ایل سیالیو قهرماني خپله کړه.
د یادونې ده چې د ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سیالیو قهرمانه لوبډله هم ممبیي انډینز وه او دادی یو ځل بیا یې دا کپ خپل کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې