دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان د غوره توپ اچونې سره سږنې آی پي ایل کې ځانګړي لیست کې خپل نوم ثبت کړ

د سنراېزر حېدراباد لوبډله چې له ځانه سره یې دوه افغان لوبغاړي لرل خو په سږنې پړاو کې محمد نبي عیسخېل یواځې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره یواځې یوه سیالۍ ترسره کړه او په پاتې لوبو کې یې د لوبېدو موقعه ونه موندله. 

خو له بلې خوا بل افغان لوبغاړي لیګ برېک ورو توپ اچوونکي راشد خان ارمان یو بریالی سفر په آی پي ایل سیالیو کې سږ کال پایته ورسولو. او د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره یې تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه. 

راشد خان په سږنې ای پي ایل لیګ کې د هغو ورو بالرانو له ډلې څخه دی چې تر ټولو کمې منډې یې ورکړې دي. راشد خان د آی پي ایل په سږنې پړاو کې چې دا یې ۱۳ م پړاو دی ۲۰ ویکیټې ترلاسه کړې دي چې په دې سره یې د ځانګړو بالرانو په لیست کې خپل نوم شامل کړ. 

د راشد خان د توپ اچونې اقتصادي بڼه سږ کال ۵.۳۷ وه. او تر دې دمه پورې د آی پي ایل لیګ تر ټولو بریالی بالر دی. راشد خان چې له ۲۰۱۳ م کال راهیسې ای پي ایل سیالیو کې لوبېږي خو تر اوسه پورې یې هر پړاو کې له ۱۵ ډيرې ویکیټې اخیستې دي او د اقتصاد کچه یې له ۱۵ منډو څخه ښکته ده.    

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې