افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د نړۍ مشهورې ویب پاڼي کریک انفو له نور احمد لکڼوال سره مرکه کړي دلته د نوموړي د ژوند او کرکټ څخه ځان خبر کړئ

نور احمد لکڼوال د افغانستان لپاره په ۱۹ کلنه لوبډله کې ولوبید د نړیوال کرکټ پیل یې له دغه ځای وکړ نور اوس مهال د نړۍ مشهوره لیګ بیګ باش کې هم اخیستل شوی نوموړی به د محمد نبي عیسی خيل ترڅنګ په میلبورین لوبډله کې ولوبیږي.

نور احمد له کریک انفو سره په مرکه کې ویلي،، زه ډېر کوچنی وم چې له خپلو ورونو سره مې کرکټ کولو ما به د افغانستان لوبې په تلویزون څارلی ډېر مې په زړه کې ارمان و چې زه هم باید یو ورځ د ملي لوبډلې او همداشان د افغانستان لپاره ولوبیږم، اوس هم زه خوب ګورم چې د افغانستان لپاره به ویاړونه راوړم، زما ورونو په کرکټ اکاډومیانو کې لوبې کولي کله چې مونږ په کور کې کرکټ ترسره کوو نو مشر ورور محمد نور راته وویل ته ډېره وړتیا لري زه به تا په یوې اکاډومۍ کې داخل کړم په خوست ولایت کې یوه اکاډومي وه هلته مې کړکټ پیل کړو، سپین بالینګ مې د خپلو ورونو سره زده کړ او ورو ورو مې پکې وړتیا پیدا کوله ما به په تلویزون ډېر کله د راشد ارمان د بالینګ ویډوګاني لیدلي، زه زیات وخت لوبغاړي په ګوګلي بال سوځوم خو زه لږ مایوسه شوې وم ځکه ما به یوازې رایټر ته ښه ګوګلي ترسره کولای شو بیا چې کله د نړیوال جام څخه راستون شوم نو ډېر کار مې وکړ او اوس کولای شم دواړو خواو ته بال تاوو کړم.

زه ډېر وخت په مسلکي کرکټ کار کوم هلته په خوست ولایت کې زه په خپل بالینګ او فیلډینګ ډېر کار کوم،له نور احمد څخه همدلته وپوښتل شوچې لوی ارمان یې څه دی ټیسټ کرکټ او که په شل اوریزه لوبو کې نړیوال لوبغاړی جوړیدل؟

نور وویل، زه ډېر کار کوم چې د افغانستان لپاره په درې واړو فارمټونو کې ولوبیږم ټیسټ کرکټ د هر لوبغاړي لپاره یو خوب وي خو لوبغاړی باید کار وکړي زه یې ښه مثال مجیب وړاندې کوم هغه مونږ سره په خوست کې و نوموړي له ۱۹ کلنې لوبډلې څخه د نړۍ غوره لیګ آی پي ایل ته وړاندې شو چې کینګز الیون پنجاب لوبډلې وپیره، زه هم په ویسټ انډيز لیګ کې واخیستل شولم خو څه د کرونا ستونزه وه او څه زما د ویزې ستونزه وه،ارمان مې دی چې ویراټ کوهلي، ای بي ډي ویلیرز، روهیت شرما، سټیو سمیت، او بابر اغظم سره مخ شم او له مخې پورته کړم.

بیګ باش به زما لپاره غټه تجربه وي زه به له ډېرو تجربو سره بیرته خپل کور ته راستون شم زه یو ډېر خوش بدخته لوبغاړی یم چې په دومره کم عمر کې په بیګ باش لیګ کې واخیستل شولم، زه به هلته ډېر څه زده کړم زما کورنۍ دې ته ډېره خوشاله ده هره کورنۍ هیله لري چې کوچنی یې په ټوله نړۍ کې وځلیږي، زه له عمران طاهر سره لوبیږم هغه ډېره تجربه لري زه هيله مند یم چې هغه به ماسره خپلې تجربي شریکې کړي، د آی پي ایل لوبو ته ډېره لیوالتیا نلرم ترټولو لوی خوب مې افغانستان کرکټ ملي لوبډله ده چې نماینده ګې یې په هر هیواد کې وکړم،

د یادلو وړ ده چې نور احمد لکڼوال د افغانستان په کورني کرکټ کې ترټول نامتو سوکه توپ اچونکی دی چې په کيڼ لاس اپ سپین توپ اچونه ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې