دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د میلبورین لوبډلې د توپ وهنې لیکه نوره هم پیاوړی شوه

د استرالیا په بیګ باش لیګ لوبډلې هڅه کوي ترڅو د ځان لپاره غوره بهرني لوبغاړي وپيري، میلبورین رینیګیډز، لوبډلې نن رسماً د جنوبي افریقایي کيڼ لاسي بریدګر توپ وهونکې ریلي روسو سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

ریلي روسو د پاکستان بنګله دیش او نورو لیګونو کې ښه وځلید نو په همدې موخه میلبورین لوبډلې ورسره په لسم پړاو کې د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، ریلي روسو ویلي،، بیګ باش د نړۍ غټ لیګ دی او زه ډېر خوښ یم چې په دې لیګ کې واخیستل شوم،،

د میلبورین لوبډلې روزونکې مایکل کلینګر ویلي،، ریلي په ټاپ ارډر کې غوره توپ وهنه ترسره کوي هغه سږکال له ټولو بهرنیو لوبغاړو څخه ډېر ښه وځلید اومونږ تمه لرو چې هغه به د میلبورین لپاره ډېر ښه تمام شي،،

د یادولوده چې په میلبورین لوبډله کې څلور بهرني لوبغاړي شامل دي، چې پکې محمد نبي عیسی خېل، او نور احمد لکڼوال د افغانستان نه، او همدا شان ریلي روسو او عمران طاهر بیا د جنوبي افریقا څخه اخیستل شوې دي، په دې څلورو بهرنیو لوبغاړو کې به درې د ۹ نورو کورنیو لوبغاړو سره په یوه لوبه کې لوبیږي مخکې کلونو کې به په بیګ باش کې دوه بهرني لوبغاړي لوبیدل او سږکال به پکې درې بهرني لوبغاړي په یوه لوبډله کې ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې