لیګونه

د ای پي ایل سیالیو مخکښ منډې جوړوونکي لوبغاړي.

د روان کال ای پي ایل سیالیو اتلولي ممبيي اینډینز لوبډلې وګټله او په دې سره یې دا پنځم ځل شو چې دغه اتلولي ګټي، تېر ۲۰۱۹ کال هم دغه اتلولي همدې لوبډلې ګټلې وه؛ خو داچې سږکال دغو سیالیو کې مخکښ منډې جوړونکي څوک و دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې.

سږکال د دې سیالیو ۱۳ پړاو و چې ۸ لوبډلو په کې برخه اخستې وه دغه پړاو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی کېل راهول و هغه په ۱۴ مېچونو کې د ۵ پنځوسیزو په وهلو ۶۷۰ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې او مخکښ منډې جوړوونکې حساب شو.
دوهم قدم کې بیا هندی شکردهوان و نوموړي په ترسره کړو ۱۷ سیالیو کې ۶۱۸ زیاتې منډې جوړې کړې او له راهول وروسته د ای پي ایل دوهم مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی شو، ډېویډ وارنر د سنرایز حیدراباد لوبډلې کپټان دریم ځای خپل کړی هغه روان ای پي ایل کې ۱۶ سیالیو کې ۵۴۸ منډې جوړې کړې.


ځوان لوبغاړی شیریس ایئر زیاتو منډو جوړوونکو کې څلورم راغلی هغه ۱۷ سیالیو کې ۵۱۹ منډې جوړې کړي او پنځم بیا د ځانکړي انداز څښتن ایشن کېشن دی نوموړي په ۱۴ سیالیو کې ۵۱۶ منډې جوړې کړې او پنځم مخکښ توپ وهوونکی حساب شو.
همدا راز ډیکاک، سوریا کومار، پاډیکال، ویرات کوهلي او ای بي ډېولرز په نوبت سره یو په بل پسې قرار لري

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې