افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

جيمس کرټلي : مونږ خوښ یو چې د نړۍ له مخکښ لوبغاړي راشد ارمان سره مو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نومتي کرکټ لوبغاړي راشد خان ارمان سره سسيکس لوبډلې د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

راشد ارمان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی دی چې تراوسه یې د نړۍ په ټولو بهرنیو لیګونو کې ونډه اخیستي او د هري لوبډلې لپاره یې د توپ اچونې ترڅنګ ښه توپ وهنه هم ترسره کړی ده.

راشد له دې مخکې په ۲۰۱۸ م کال او ۲۰۱۹ م کال کې د سسيکس لوبډلې په ګټه لوبیدلی و،نوموړي د سسېکس لوبډلې لپاره تیرو ۲۰ لوبو کې ۲۴ ویکټې اخیستې وي.

د دې لوبډلې نوی روزونکی جېمس کرټلي ویلي، راشد د نړۍ غوره لوبغاړی دی، هره لوبډله هڅه کوي چې په بهرنیو لیګونو کې یې د ځان په ګټه وپيري، دا زمونږ لپاره ویاړ دی چې په ۲۰۲۱ م کال کې به هغه زمونږ د لوبډلې غړی وي،،

د یادولو ده چې راشد ارمان سږکال په دې اساس په بلاسټ سیالیو کې ونه لوبید چې هلته د ویسټ انډیز په کرابین لیګ مصروفه او له هغې راوروسته د نړۍ په غوره لیګ آی پي ایل کې د سنریزر حیدر اباد په ګټه ولوبید.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې