دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډېویډ وارنر بخښنه وغوښته!

په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې کپټان ډېویډ وارنر بخښنه وغوښته، نوموړی په روانو ای پي ایل سیالیو کې یو ښه لوبډل مشر و او ۷ لوبې یې د خپلې لوبډلې لپاره وګټلې، خو بلاخره بیا یې هم لوبډله پای لوبې ته ونه رسوله او په نیمه پای لوبه کې یې له ډهلي لوبډلې ماته وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

هغه تازه په یوه ټویټ کې بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې له ټولو مینه ناکو ملګرو مننه کوم هغه لیکلي” له هغو ټولو مننه کوم چې سږ کال مو زموږ ملاتړ وکړ او زموږ لوبې مو وګټلې، زه له تاسو بخښنه غواړم موږ خپله ښه هڅه وکړه خو قسمت مو نه و، ان شا الله موږ به راتلوونکي کال ته یو ښه پړاو ولرو”

په روان کال ای پي ایل سیالیو کې سنرایز حیدراباد لوبډلې د ډیویډ وارنر په کپټانۍ کې ښې لوبې وکړې د ۷ لوبو په ګټلو سره یې آن تر نیمه پای لوبې ځان ورسوه خو په نیمه پای لوبه کې یې ډهلي ته ماتې ومنله او له سیالیو بهر شوه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې