دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ډیويډ وارنر : د ناکامۍ اصلي لامل مو خراب فیلډینګ و

د هندوستان په تجارتي لوبو کې بیګا شپه حیدر اباد لوبډلې د ډهلي لوبډلې پروړاندې خپل بخت وازمایلو حیدر اباد لوبډلې ونشو کړی چې د ډهلي ورکړل شوی د ۱۹۰ منډو هدف پوره کړي، د دې لوبې د بایللو وروسته د حیدر اباد لوبډلې لوبډلمشر ډیویډ وارنر وویل،، مونږ په ډېر ښه ځای کې یو درې قوي لوبډلې مو ماتې کړي چې پکې ممبي، بنګلور او ډهلي لوبډلې شاملي وي، خو د بدبخته چې په بیګانۍ لوبه کې زمونږ فیلډینګ ډېر ښه نه و او لامل همدا شو چې مونږ ماته وخوړه زمونږ لوبغاړو ونشو کولای چې په خپل وخت سره کیچونه ترلاسه کړي،،

د همدې لوبې سره په آی پي ایل لیګ کې د سنریزر حیدر اباد لوبډلې لوبې پای ته ورسیدي، د دې لیګ فاینل لوبه به سبا ماښام د شپږ بجې او ۳۰ دقیقې د ډهلي او ممبي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې