لیګونه

ډهلي لوبډلې د ای پی ایل سیالیو پای لوبې ته لار ومونده.

د سنرایز حیدراباد او ډهلي کپټلز ترمنځ نیمه پای لوبه ډهلي خپله کړه او د ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو پای لوبې ته یې لار ومونده، پای لوبه به د ممبیي انډینز لوبډلې سره ترسره کړي.
بیګاه شپه د سنرایز حیدراباد ترمنځ ددې سیالیو نیمه پای لوبه ترسره شوه ډهلي دغه لوبه د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.

یاده سیالۍ کې لومړی توپ وهنه ډهلي کپټلز وکړه، د ډهلي لپاره کپټان شریس ۲۱ سټونس ۳۸ هیټمایر ۴۸ او شکر دهوان له ټولو زیاتې ۷۸ منډې جوړې کړې او حیدراباد ته د ۱۹۰ لوړ هدف په مخکې کېښود.

د حیدراباد لپاره راشد خان ۱ هولډر ۱ او سنډیپ شرما هم یوه ویکټ واخسته.
دوهم اننګز کې حیدر اباد لوبډلې یاد هدف پوره نکړ د پریام ګرګ د ۱۷ پانډې د ۲۱ عبدالصمد ۳۳ راشد ۱۱ او د ویلیمسون د ۶۷ منډو په کولو یې هدف ترلاسه نکړ یواځې ۱۷۲ منډې یې جوړې او د ۱۷ منډو په توپیر یې ماته ومنله او له دې سیالیو بهر شوه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې