لیګونه

څلور توپ اچوونکو په ای پي ایل کې شل کړه.

د روان کال ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو یواځې یوه وروستۍ لوبه پاتې یاده لوبه د ممبیي انډینز او ډهلي کپټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، روان کال ای پي ایل سیالیو کې ۸ لوبډلو برخه اخستې وه چې ۶ بهر شوي او یواځې وروستۍ لوبه د ډهلي او ممبیي ترمنځ د قهرماني اخستو لوبه پاتې ده. خو دغو سیالیو کې هغه توپ اچوونکي چې شل یې کړه یعنې څلور واړو شل شل ویکټې اخستي دي او په مخکښو توپ اچوونکو کې حساب شوي دي یو ترې هم افغان لوبغاړی راشد خان دی

راونو ای پي ایل سیالیو کې راشد خان په ۱۶ لوبو کې ولوبید او ۲۰ ویکټې واخستې چې تر ټولو غوره توپ اچونه یې د ۷ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځول وه، همداراز جوپرا راچر هم روان ای پي ایل کې تر راشد خان وروسته ۲۰ ویکټې واخستې چې ښه توپ اچونه یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځول و.

بل لوبغاړی انریچ نورتجي دی نوموړي په ۱۵ لوبو کې ۲۰ ویکټې واخستې ښه توپ اچونه یې د ۳۳ منډو ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځول و څلورم لوبغاړی بیا محمد شمي دی چې نوموړي هم روان ای پي ایل سیالیو کې ۲۰ ویکټې واخستې او ښه توپ اچونه یې د ۱۵ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځولو و.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې