لیګونه

په ای پی ایل کې د راشد خان څلور کلن مزل.

افغان لوبغاړی راشد خان چې د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو مهم توپ اچوونکی دی او افغان لوبډله پرې ډېر حساب کوي، همداسې په نورو خارجي لوبو کې هم ښه ځلیږي او وړتیا ښایي.

راشد خان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې لخوا په ای پي ایل سیالیو کې واخستل شو او تر اوسه له همدې لوبډلې سره لوبیږي، ښه کارکردګي کوي، هغه په ۲۰۱۷ کال کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې لپاره ۱۷ ویکټې واخستې چې غوره توپ اچونه یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۳ ویکټو اخستل و، ۲۰۱۸ کال یې بیا نظر نورو کلونو ته ښه و نوموړي په دې کال کې ۲۱ ویکټې واخستې چې دلته یې هم د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۳ ویکټو اخستل غوره توپ اچونه وه.
۲۰۱۹ کال یې بیا له ۲۰۱۷ سره ورته و دې کال کې یې هم ۱۷ ویکټې واخستې د ۲۱ منډو په ورکولو سره یې ۳ لوبغاړي سوځول ښه توپ اچونه و خو ۲۰۲۰ کال بیا د راشد خان لپاره هم یو ښه کال و دې کال هم په راشد خان سنرایز لوبډلې ډېر حساب کاوه په ټولو لوبو کې یې ورته چانس ورکړ او سږکال یې هم ۲۰ ویکټې واخستې دلته یې بیا د ټول ای پي ایل سیالیو غوره توپ اچونه وکړه د ۷ منډو په ورکولو سره یې ۳ لوبغاړي وسوځول اویوه ښه کارکردګي یې وکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې