دلوبغاړو په اړه

پاکستان کرکټ بورډ : یونس خان سره د ملي لوبډلې د مشاور روزونکې په اړه خبرې روانې دي

پاکستان کرکټ بورډ په یو بیان کې ویلي چې د ټیسټ کرکټ پخواني افسانوي لوبغاړي یونس خان سره یې خبرې روانې دي ترڅو یې د ملي لوبډلې د مشاور روزونکې په حیث په دنده وګماري.
یونس خان په تیر کې د انګلستان پر وړاندې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو چې لا تراوسه ورسره بورډ هیڅ کوم تړون هم نه ولاسلیک کړی اوس  پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې هغې سره د ملي لوبډلې د مشاور روزونکې په اړه خبرې روانې دي که چیرته یونس او بورډ سره په یو مشوره سلا شي نو یونس خان به د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې مشاور روزونکی وټاکل شي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې