دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

میچل سټارک د شپږکلن انتظار وروسته د سیډني سیکسرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د استرالیا کیڼ لاسي توپ اچونکي میچل سټارک د سیډني سیکسرز لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ،نوموړی د شپږ کلن انتظار وروسته بیرته راستون شو.

میچل سټارک د سیډني سره په لوبيدو خوښې ښودلي او دا لوبډله یې د خپلې میرمني الیسا هیلي لپاره غوره کړی ده ، سیډني لوبډله کې سین ایبیټ، جیکسن بیرډ، ډن کریسټن، ټام کرن، بین، جک ایډوارډز، مکي ایډوارډز، موسیس هینریکس لوبډلمشر، ډینل هوګز، هیډن کير، نیتن لیون، بین مانینټي، سټیفن اوکیف، جوش فیليپ، لاویډ پوپ، جورډن سیلک، میچل سټارک، او جیمز وینسي شامل لوبغاړي دي، د دې ترڅنګ بیا انګلستاني جاني بیرسټو د لومړي ځل لپاره د میلبورین سټارز لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ دا په بیګ باش لیګ کې لسم لوبغاړی و چې د انګلستان هیواد څخه اخیستل کیږي.

د یادلو وړ ده چې د بیګ باش لیګ لسم پړاو د هوبیرټ، او سیډني سیکسرز لوبډلو په لوبه د روان کال د ډیسمبر په لسمه نېټه پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې