افغانستان کریکټ

عزیزالله فضلي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي افغان ښځېنه لوبډله جوړل به په روان کرکټ بد تاثیرات ولري

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني چیرمین عزیزالله فضلي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د کرکټ بورډ روان پلان د ښځېنه لوبډلې جوړیدل غوره پیلي نلري.
عزیزالله فضلي زیاتوي که ښځېنه لوبډله جوړه شي نو دا به د افغانستان کرکټ په نارینه لوبډله هم بد تاثیر وکړي او د نارینه و لوبډلې ته به زیاتې ستونزې راولاړې شي.
د کرکټ ډيری پخواني لوبغاړي او د بورډ غړي له دې سره هیڅ ډول موافق نه دي چې د ښځېنه و لوبډله دي په افغانستان کې جوړه شي، دا غبرګونونه وروسته له هغې راپورته کیږي کله چې افغان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې په نیږدي وختونو کې به د ۲۵ ښځېنه لوبغاړو سره قرارداد لاسلیک کړي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې