دلوبغاړو په اړه

سارو ګنګولي : دیودت پاډیکال په ډېر ژر ملي لوبډلې ته راستون شي

د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د بي سي سي آی کنټرول کمېټې مشر سارو ګنګولي د نوې ځوان کيڼ لاسي توپ وهونکې دیودت پاډیکال په اړه ویلي، هندوستان کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې یو ښه اوپنر ته ضرورت لري چې د دیودت پاډیکال څخه بل غوره لوبغاړی نه لیدل کیږي هغه به ډېر ژر هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شي،،
پاډیکال د هندوستان کورني کرکټ ترټولو مخکښ لوبغاړی و چې سږکال په آی پي ایل لیګ کې د بنګلور لوبډلې په ګټه ولوبید، نوموړي د استرالیایي ایروین فینچ سره په اوپنینګ کې دا ثابته کړه چې د برید د لیکې ترټول مخکښ لوبغاړی دی، نوموړي د آی پي ایل سیالیو په لړ کې پنځه نېمه سلیزې هم ترلاسه کړي چې ټولې ۴۷۳ منډې جوړي کړي.
پاډیکال د سږني کال ایمرجینګ لوبغاړو په لړ کې د دې لیګ غوره جایزه هم ترلاسه کوي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې