لیګونه

راشد خان له خپلو ټولو مینه والو مننه کړې.

نوموتي افغان لوبغاړي او په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې مخکښ توپ اچوونکي راشد خان د خپلې وروستۍ ماتې وروسته له خپلو ټولو مینه والو مننه کړې، هغه خپلو مینه والو ته لیکلي چې له تاسو ټولو مننه کوم چې زما ملاتړ مو وکړ.

راشد خان په خپل رسمي ټویټر ټویټ کړې او له خپلو مینه والو یې مننه کړې هغه لیکلي چې ” له تاسو هر یوه او ټولو څخه مننه کوم چې ای پي ایل کې مو له سنرایز حیدراباد سره یو ځای زما ملاتړ وکړ، دغه سیالۍ به زه په یاد لرم، ستاسو ملاتړ موږ ته قوت او انرژی راکوي، تربیا د خدای پامان”


راشد خان په روان ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو کې له سنرایز حیدراباد لوبډلې سره ولوبیده د سنرایز لپاره یې شل ویکټې واخستې او مخکښ توپ اچوونکی حساب شو

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې