دلوبغاړو په اړه

راشد ارمان : د دوبي ویکټ مې اخیستی وه خو چا خوښې رانکړه

د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې بیګا لومړی ایلیمینټر لوبه د سنریز حیدر اباد او بنګلور لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، دې لوبه کې ټاس حیدر اباد وګټه او د توپ وهنې بلنه یې بنګلور لوبډلې ته ورکړه، بنګلور لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې د ای بي ډي ویلیرز د نېمه سلیزې پرمټ ۱۳۱ منډې جوړي کړي.
ورکړل شوی هدف حیدر اباد لوبډلې د کین ویلیمسن د نېمه سلیزې پرمټ په شلم اورو کې پوره کړ، د دې لوبې وروسته افغان سوکه توپ اچونکې راشد خان ویلي، ما د آی پي ایل سیالیو ټولې ویډوګانې ولیدلي پر ما چې هره شپږیزه لګي نو هغه بال مانه پول ټاس شوی په بیګانۍ لوبه کې ما د شیوام دوبي ویکټ ترلاسه کړی وه خو لوبډلمشر او ویکټ کیپر اجازه رانکړه،
د یادولو ده چې حیدر اباد لوبډله به سبا ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقیقې خپل بخت په دوهم کوالیفاېر راونډ کې د ډهلي پروړاندې و ازمایي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې