دلوبغاړو په اړه

د ۲۰۲۰ م کال د هندي آی پي ایل لیګ د ایمرجینګ جایزه دیودت پاډیکال ته ورکول کیږي

د هندوستان آی پي ایل لیګ د روانې میاشتې په لسمه نېټه د ګټونکې لوبډلې په ګټه پای ته رسیږي دې لیګ کې به د ایمرجینګ لوبغاړو له ډلې څخه هندي ځوان لوبغاړي دیودت پاډیکال ته د ایمرجینګ غوره کرکټر جایزه ورکول شي.
پاډیکال د هندوستان دځوانو لوبغاړو په لړ کې سږکال د بنګلور لوبډلې په ګټه ولوبید، نوموړي په روان آی پي ایل لیګ کې ترنورو ایمرجینګ لوبغاړو ښه وځلید او تر ۴۰۰ پورته منډې یې جوړي کړي.
دیودت پاډیکال ته به د روان ۲۰۲۰م کال آی پي ایل سیالیو د غوره ایمرجینګ لوبغاړي جایزه د روانې میاشتې په لسمه نېټه د پای په مراسمو کې ورکول شي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې