نړیوال کریکټ

د پيل شل اوریزه لوبه هم کوربه لوبډلې په خپله ګټه تمامه کړه

زیمبابوې کرکټ ملي لوبډله د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مېلمه لوبډله ده، دواړو لوبډلو درې پنځوس اوریزې لوبې د پاکستان په راولپینډۍ لوبغالي کې ترسره کړي دوه پاکستان او درېمه لوبه بیا په سوپر اور کې زیمبابوې په خپله ګټه تمامه کړه.
د شل اوریزو لوبو پیل یې نن و په لومړۍ لوبه کې ټاس زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې وګټو او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه دوی په ټاکلي شل اورونو کې د ویسلي ماد ویري د ۷۰ منډو پرمټ ۱۵۶ منډې جوړي کړي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې د ۱۵۷ منډو هدف په مخ کې کېښود.
د زیمبابوې ورکړل شوی هدف پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د بابر اغظم د ۸۲ منډو پرمټ په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یې مېمله لوبډله د سختې ماتې سره مخ کړه، دواړه لوبډلې به دوهمه شل اوریزه لوبه سبا د کوربه لوبډلې په کوربتوب ترسره کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې