دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هندوستان خوب او د ویراټ کوهلي د نه لوبیدو پریکون

هندوستان کرکټ ملي لوبډله د آی پي ایل لیګ د پای ته رسیدو سره سم استرالیا هیواد ته سفر کوي دلته هند کرکټ بورډ او لوبغاړي بیا خوبونه ویني ترڅو په راتلونکې سفر کې کوربه استرالیا کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې له ماتې سره مخ کړي.

هندوستان کرکټ بورډ او لوبډلې لپاره یې ګواښونکی خبر بیا دا دی چې ویراټ کوهلي نه غواړې په راتلونکو څلورو ټیسټ لوبو کې د استرالیا پر وړاندې ولوبیږي، ویراټ کوهلي د بي سي سي آی کنټرول ادارې ته خبر ورکړی چې نوموړی د شخصي دلایلو له وجې نشي کولای په ټیسټ لوبو کې د هندۍ لوبډلې غړیتوب وکړي، هند کرکټ بورډ لا دمخه د روهیت شرما او ایشانټ شرما د ټپونو له امله رنځ وړي.

د ویراټ کوهلي شخصي دلایل همدا دي چې نوموړی د خپل لومړني ماشوم لپاره انتظار باسي ترڅو نړۍ ته راشي لاتراوسه دا نده روښانه شوې چې د بي سي سي آی کنټرول اداره او کرکټ بورډ به د ویراټ دا ډول پریکون ومني او کنه؟

د یادولو وړه ده چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله د رواني میاشتې په ۱۱ لسمه نېټه د متحد عربي اماراتو څخه استرالیا هیواد ته سفر کوي د دواړو لوبډلو ترمنځ په راتلونکې سفر کې شل اوریزې پنځوس اوریزې او ټیسټ لوبې شاملي دي. د دې لوبو په لړکې به خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه هندوستان د استرالیا پروړاندې د همدې میاشتې په ۲۷ نيټه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې