دلوبغاړو په اړه

د بنګله دیش کرکټ مخکښ لوبغاړی په کرونا اخته شوې

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې نوموتی الراونډر محمدالله خان پر کرونا ویروس اخته شوې، نوموړی د پاکستان په پي ایس ایل پلی اف لوبو کې غوره شوې و نن یې د کرونا ویروس ټیسټ مثبت و.
د بنګله دیش کرکټ بورډ تاید کړه چې محمدالله خان پرکرونا ویروس اخته شوې نوموړی به د پاکستان په سوپر لیګ پلی اف لوبو کې هم ونه لوبیږي.
ملتان سلطان لوبډلې په پلی اف لوبو کې د انګلستاني الراونډر معین علي پرخای بنګله دیشی الراونډر محمدالله غوره کړ چې د نوموړي بخت کار ونکړ د نوموړي ټیسټ نن مثبت راوتللو او له همدې وجې به د پاکستان په سوپر لیګ کې ونه لیدل شي.
د یادولو وړه ده چې د پاکستان د پلی اف لوبې د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه پیلیږي او د همدې میاشتې په ۱۷ سمه نېټه به د ګټونکې لوبډلې په بریا پای ته ورسیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې