نړیوال کریکټ

جنوبي افریقا کرکټ بورډ هم خپله ۲۴ کسیزه لوبډله د انګلستان پروړاندې اعلان کړه

په پام کې ده چې جنوبي افریقا کرکټ بورډ د ډیسمبر په ۲۷ نېټه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.
دا لوبې د جنوبي افریقا هیواد په کوربتوب ترسره کیږي چې پرون یې ورته خپله ۲۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې کوینټن ډي کاک، لوبډلمشر، ټيمبا باوما، فاف ډوپلیسیس، بیورن فورټوین، بیورن هینډریکس، رضا هینډریکس، هینریچ کلاسین، جورج لینډي، کیشیو مهراج، جانیمن ملن، ډیویډ ملر، لونګي نیګيډي، انریچ نارکي، اینډل فیلک وای و، ډيوین پریټوریس، کاګیسو رباډا، تبریض شمسي، لوټو سیمپلا، جون جون سموټز، ګلینټن سټورمن، پیټ ون بیلجون، راسي ون ډېر ډوسن، او کایل وریرین، شامل لوبغاړي دي.
د یادلو وړ ده چې څو ورځي مخکې دې لوبو ته هم انګلستان کرکټ بورډ هم خپله لوبډله اعلان کړی وه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې