لیګونه

ای پي ایل کې د نبي بې خونده او د راشد خوندور سفرونه ختم شو.

د روان ای پي ایل سیالیو یواځې یوه وروستنۍ پای لوبه پاتې ددغو سیالیو پای لوبې ته ممبیي له وړاندې خو ډهلي کپټلز بیګاه شپه د سنرایز حیدراباد په ماتولو سره لاره پیدا کړه.

محمد نبي عیسی خیل ته روان کال ای پی ایل سیالۍ د تیر په څېر یوځل بیا بې خونده وې د روان ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو یواځې په یوه لوبه کې ولوبید نور ورته هېڅ چانس ورنکړل شو، که څه هم د کرکټ یو شمیر پخوانیو لوبغاړو، مبصرینو او د کرکټ مینه والو په حیدراباد لوبډلې نیوکې وکړې چې دوی د نبي په قدر نه پوهیږي خو بیا یې هم چانس ورنکړ هماغه دی چې دغه لوبډله هم له ای پي ایل سیالیو بهر شوه.

خو د راشد خان خوندور سفر پای ته ورسید نوموړی ددې سیالیو په ټولو لوبو کې ولوبېد د سنرایز حیدراباد او د ځان لپاره یې ښایسته لوبې وکړې، راشد خان یو ځل بیا ای پي ایل کې په توپ راج وکړ او تاریخي توپ اچونه یې ترسره کړه، نوموړی د نورو لویو توپ اچوونکو په څېر مخکښ او ښه توپ اچوونکی حساب شو.
همدا راز د کرکټ د نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې یې لومړی مقام خپل کړی دی خو له ده وروسته بیا بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران دوهم مقام له ځان سره لري


ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې