دلوبغاړو په اړه

ایلټن هم له نړیوال کرکټ سره مخاښه کوي

د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی ایلټن چیکمبورا له نړیوال کرکټ څخه د مخاښې اعلان کوي نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي نور نه غواړې نړیوال کرکټ ترسره کړي او د پاکستان له سیریز وروسته به له نړیوال کرکټ سره د تل لپاره مخاښه وکړي.
ایلټن په ۱۹۸۶ م کال کې د زیمبابوې په مرکز کې وزیږد، ښي لاسی توپ وهونکی او ښي لاسی میډم فاسټ بالر هم و، د ټیسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۴ م کال کې د سریلانکا پروړاندې وکړ، د پنځوس اوریزو لوبو پیل یې هم په ۲۰۰۴ م کال کې د سریلانکا پروړاندې وکړ، او د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۶ م کال کې د لوبډلمشر په حیث د بنګله پروړاندې وکړ.
ایلټن ۱۴ ټيسټ، ۲۱۳ پنځوس اوریزې او ۵۴ یې بیا شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي په ټیسټ کې ټولې منډې ۵۶۹، په پنځوس اوریزو لوبو کې ټولې منډې ۴۳۴۰ او په شل اوریزو لوبو کې ۸۵۴ منډې جوړي کړي دي، د بالینګ په برخه کې په ټيسټ کې ۲۱ ویکټې پنځوس اوریزو کې ۱۰۱ ویکټې، او شل اوریزو لوبو کې بیا ۱۶ ویکټې اخیستې وي.
ټیسټ کې سلیزه نه لري پنځوس اوریزو کې دوه سلیزې او په شل اوریزو لوبو کې هم کومه سلیزې نه ده جوړه کړي، نوموړي نن د پاکستان پروړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ۲۱ منډې جوړي کړي چې پکې یوه ستره شپږیزه هم شامله وه، د یادلو وړ ده چې نوموړي ډېر وخت د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشري کړي وه او بیا ډېر وخت له لوبډلې لري ساتل شوې و چې اوس بیرته ورته د پاکستان پروړاندې لوبډله کې چانس ورکول شوې دی. دنوموړي به همدا وروستۍ نړیوالې شل اوریزې لوبې وي او بیا به له نړیوال کرکټ سره په رسمي ډول د مخاښې اعلان وکړي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې