دلوبغاړو په اړهلیګونه

امیت مېشرا ډهلي ته مبارکي ورکړې او هغوی یې ستایلي چې تاسو باید کپ راوړئ.

امیت مېشرا د هندوستان پخواني لوبغاړي او مشهور توپ اچوونکي له ډهلي لوبډلې مننه کړې او هغوی ټول یې ستایلي مبارکي یې ورکړې ده، هغوی ته یې ویلې چې تاسو باید د ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو ټرافي ( کپ) راوړئ.

مېشرا په خپلې رسمي ټویټر پاڼه لیکلي ” مبارک شه هلکانو تاسو پای لوبې ته لار ومونده، حیرانوونکې او طاقت وره لوبه مو وکړه، زه تاسو ته زیاتې تمې لرم چې باید ددې سیالیو پای لوبه وګټئ او کپ راوړئ.”

د ای پي ایل سیالیو نیمه پای لوبه تیره شپه د سنرایز حیدراباد او ډهلي کپټلز ترمنځ ترسره شوه چې دغه لوبه ډهلي له سنرایز حیدراباد لوبډلې وګټله او په دې سره یې د ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو ته لار ومونده چې له ممبیي انډینز سره به په پای لوبه کې ولوبیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې