دلوبغاړو په اړه

ډېویډ وارنر له خپلو مینه والو مننه کړې.

په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې کپټان او د اسټرالیا لوبډلې مشهور توپ وهوونکي ډېویډ وارنر له خپلو مینه والو مننه کړې چې دی یې ستایلی دی.
هغه خپلو مینه والو ته په ټویټر لیکلي چې ستاسو له حمایت څخه ډېره مننه! وارنر ویلی زه له ټولو مننه کوم.


ډېویډ وارنر چې په روان ۱۳ پړاو سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې کپټان او پیلیز توپ وهوونکی دی روان ای پي ایل سیالیو کې ۷ لوبې ګټلي.
او تېره شپه یې له ممبیي لوبډلې سره نه هېرېدونکې لوبه وکړه هغه خپلې لوبډلې ته یاده سیالۍ په لسو ویکټو وګټله او د لوبډلې لپاره یې تر ټولو زیاتې ۸۵ منډې جوړې کړې.
وارنر په خپله لوبډل مشرۍ کې سنرایر لوبډله تر دویم پړاو ورسوله او اوس د ای پي ایل سیالیو کې دریم مقام له ځانه سره لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې