لیګونه

څلورمه لوبډله هم له ای پي ایل سیالیو بهر شوه.

په روان ۱۳ پړوا ای پي ایل سیالیو کې له دې مخکې درې لوبډلې بهر شوې وې چې څلورمه لوبډله هم د سنرایز حیدراباد لوبې په ګټلو سره بهر شوه.
راجستان رایلز، چینای سوپر کینګز او کینګز الیون پنجاب هغه لوبډلې وې چې له ای پي ایل سیالیو مخکې بهر شوې وې.

خو په ۵۶ لوبه کې د ممبیي او سنرایز حیدراباد ترمنځ خطرناکې سیالۍ بله لوبډله کلکته نایټ رایډرز هم له دې سیالیو بهر کړه.

کلکته په څلورم پوزېشن کې وه خو سنرایز له ممبیي څخه په لوبې ګټلو سره وتوانېده چې په خپلې بریا سره کلکته له دې سیالیو بهر کړي په دې سره دا څلورمه لوبډله شوه چې له ای پي ایل سیالیو بهر شوه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې