دلوبغاړو په اړه

نن د حشمت الله شاهدي کلیزه ده.

نن د نومبر ۴مه د افغان کرکټ ملي ټیم لوبغاړي
حشمت الله شاهدي کلیزه ده.
نوموړی د ۱۹۹۴ د نومبر په ۴مه لوګر ولایت کې زېږیدلی نن ۲۶ کلن شو. افغان کرکټ بورډ هم هغه ته د د کلیزې مبارکي ورکړې.
حشمت شاهدي چپ لاسی توپ وهوونکی دی د افغانستان لپاره په ۴۰ یو ورځینو لوبو کې لوبېدلی او ۱۰۶۳ منډې لري ددې ترڅنګ د هېواد په شپږیزه لیګ افغان ای پي ایل لیګ او کورني کرکټ کې هم ښه ځلېدلی دی.

شاهدي د روان کال په شپږیزه لیګ اوم پړاو سیالیو کې یو له مخکښو توپ وهوونکو څخه و.
د توپ وهنې ترڅنګ ښي لاسی سپینر توپ اچوونکی هم دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې