دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لوک رونچي د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي لوک رونچي په ۲۰۱۷ م کال کې د نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه، نوموړی په راتلونکې سفر کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د بیټینګ رونکی ټاکل شوی.

لوک وروسته له هغې د ملي لوبډلې سره د روزونکې په توګه یوځای کیږي چې پيټر فولټن له دې لوبډلې سره د روزنې دنده پريښودله، لوک څلور ټېسټ، ۸۵ پنځوس اوریزې، او ۳۳ یې بیا شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

لوک رونچي د پاکستان په پي ایس ایل لوبو کې د اسلام اباد لوبډلې سره هم د روزونکې په حیث دنده ترسره کړی ده، اوس تازه لوک د نیوزیلینډ د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزنکی ټاکل شوب نوموړیپ په دې دنده خوښې ښودلی او دا یې د ځان لپاره ویاړ ګڼلی چې یو ځل بیا دلوبغاړي نه بلکي د روزونکې په توګه ورته په نیوزیلینډ لوبډله کې چانس ورکول شوی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې