لیګونه

سنرایز حیدراباد په ای پي ایل کې ریکارډ جوړ کړ.

د ای پي ایل د لومړي پړاو سیالیو وروستۍ لوبه د سنرایز حیدراباد او ممبيي انډینز ترمنځ ترسره شوه.
دغه لوبه د سنرایز لپاره یوه نه هېریدونکې لوبه وه چې په ای پي ایل سیالیو کې ترسره شوه.

سنریز لوبډلې په دې سیالۍ کې په لسو ویکټو ممبيي ته ماتې ورکړې چې روان ای پي ایل کې یې دا ریکارډ په خپل نوم کړ له کلکتې او بنګلور لوبډلو مخکې یې دریم ځای خپل کړ.

دې سیالۍ کې لومړی توپ وهنه ممبیي لوبډلې وکړه د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې سنرایز ته د ۱۵۰ منډو لوړ هدف ورکړ.
د ممبیي لپاره ډيکاک ۲۵ یادوف ۳۶ ایشن کېشن ۳۳ کرن فولارډ زیاتې ۴۱ منډې جوړې کړې .
د سنرایز لپاره سنډیپ شرما ۳ هولډر او ندیم دوه دوه راشد خان بیا یوه ویکټه واخسته او ممبیي یې له دې لوړ هدف ته پرېنښوده.
دوهم اننګز کې سنرایز یاد هدف یوازې په پیلیز توپ وهوونکو ترلاسه کړ هېڅ کومه ویکټه یې له لاسه ورنکړه، د ډېویډ وارنر د ۸۵ او ساحا ۵۸ منډو په جوړولو یې په ۱۸ اور کې هدف ترلاسه کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې