لیګونه

د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکې پریټي زینټا له ای پي ایل سره خدای پاماني وکړه

په ای پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکې پریټي زینټا له روان ۱۳ پړوا ای پي ایل سیالیو او دوبۍ څخه خدای پاماني واخیسته له دې وروسته به خپل ټاټوبي ته ستنه شي. 

پریټي په خپل رسمي فسبوک پانه لیکلي چې ” اوس یې وخت دی چې له ای پي ایل سیالیو او دوبۍ څخه خدای پاماني واخلم هغې ویلي راتلوونکي کال به موږ تکړه، قوي او محکم بیرته راګرځو، پریټي لیکلي چې نه هېریدوونکې شیبې، د زړه حملې، لوړې ژورې او لنډې ساه ګانې مو له ځان سره یوړې موږ به بیا راګرځو او ښه به راګرځو”  

د پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زینټا چې ډېره موده له خپلې لوبډلې سره په دوبۍ کې وه لوبډله یې له ای پي ایل سیالیو بهر شوه هغې هم نوره یې خدای پاماني وکړه. هغې له خپل ټیم او مینه والو څخه مننه کړې چې ددوی ملاتړ یې وکړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې