دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د نړۍ یو بل مشهور لوبغاړي هم د نړیوال کرکټ سره مخاښه وکړه

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د میډل ارډر توپ وهونکې مالون سمویلز هم له نړیوال کرکټ سره د تل لپاره مخاښه وکړه.

د ویسټ انډیز اجراییه رییس جوهاني ګريپ د نوموړي استعفا تاید کړی، مارلون په ۱۹۸۱م کال کې د ویسټ انډيز په کین ګیسټن جمیکا کې زیږدلی و.

نوموړي خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۰۰ م کال کې د استرالیا پر وړاندې ترسره کړه، همدا شان لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د ۲۰۰۰ م کال په ډیسمبر کې د سریلانکا پروړاندې وکړه، او د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۷ م کال د انګلستان په وړاندې وکړ.

تراوسه ۷۱ ټېسټ ۲۰۷ پنځوس اوریزې او ۶۷ یې بیا شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي،په ټېسټ ۳۹۱۷ په پنځوس اوریزو لوبو کې ۵۶۰۶ او په شل اوریزو لوبو کې بیا ۱۶۱۱ منډې جوړي کړي وي.

مارلون سمويلز د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ترټولو نامتو او مشهوره لوبغاړی و چې ډېر کله به یې په سختو شیبو کې ویسټ انډيز لوبډلې ته بریا ورکوله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې